د روسانو یرغل او وتل دواړه تېروتنی وې

رحمت اله روان

د روسانو یرغل او وتل دواړه تېروتنی وې

څه دپاسه ۳۲ کاله مخکې  د شوروی اتحاد فو ځونه افغانستان ته راغلل او څه کم لس کاله په جګړه بوخت شول. افغانانو ته دغې جګړی ناخوالې پایلې درلودی. دشوروی د وخت ولسمشر میخایل ګوربه چوف دغه جګړه د «ناسور ټپ» وبلله، اولمړی ځل دافغانستان دوخت ولسمشر شهید داکتر نجیب اله  دسلواغی دمیاشتی ۲۶ نیټه چی له افغانستان ځخه دروسانو دوتلو دورځی سره سمون لری دافغانستان په تاریخ کی دنجات دورځی او افغانستان ته د سرو لښکرو راتلل دتوری ور ځی په نامه یادی کړی دی.

د کندهار پوهنتون د ټولنپوهنی او انسان پېژندنی او د افغانستان د سیاسی چارو له کارپوه استاد حیات الله رفیقی  په اند د روسانو یرغل او تگ دواړه ستری تېروتنی وې، ځکه له یوې خوا پرافغانستان باندی د شوروی اتحاد د سرو لښکرو یرغل متاسفانه ډیری بدبختۍ ئې له ځانه سره راوړې او بیا کوم وخت چی دوى دلته اوسېدل دا ناخوالو نوری څانګی پیداکړی او لا پسی زیاتی سوې،بیا بې له دې چی دوى دغه ستونزو ته متوجه سی چی څرنګه ئې له منځه یوسی او په یوه ښه تاکتیک له افغانستان څخه ووزی دوى د ډاکټرنجیب الله پلوی حکومت یوازی پرېښود چی بیا وروسته په افغانستان کی داخلی او خپلمنځی شخړی راولاړی سوې چی له بده مرغه تر اوسه پوری دا نیمګړتیاوی موجودی دی،دا چی د هری جگړې تر بریا وروسته افغانان ولی خپله واکمنی او اتلوی نسی ساتلای رفیقی وایی چی افغانان متاسفانه ددې هیوادنۍ مینی ترڅنګ سیاسی اوعلمی پوهه په هغه کچه نه لری لکه څنګه چی ښایی،نو همدا وجه ده چی موږ خپلی مبارزې ګټلی دی لاکن ګټه ئې نورو وړېده او د ساتلو په چل ئې نه پوهیږو. د بېلګی په ډول هغه مهال چی روسان له افغانستان څخه ووتل او بیا وروسته د نجیب الله حکومت نسکورسو او د مجاهدینو حکومت منځته راځی دغه د خپلواکۍ ساتنی درایت چی په دوى کی باید موجود واى متاسفانه موجود نه وو نورو هیوادونو په دې کی لاسوهنه وکړه له دوى څخه ئې ګټه واخیسته چی لا تراوسه هم دا لړۍ روانه ده او افغانان زهیریږی،اوس داسی اندیښنې ده چی تر ۲۰۱۴ کال وروسته به امریکایان هم داسی اشتباه وکړی لکه روسانو چی هغه وخت وکړه او خپل پلوی حکومت ئې یوازی پرېښووئ. خو ښاغلی رفیقی په دې اند دئ چی امریکایان د روسانو له ترخو تجریبو څخه ډیر څه اخیستی او دا ډول کارونه به و نه کړی،په ۲۰۱۴کال کی چی دوى وایی موږ وزو په نظامی لحاظ باندی البته په سیاسی او ټولنیز لحاظ دوى دلې دی، دا ژمنی ئې کړی دی او یو شمیر ستراتیژیک تړونونه ئې هم لاسلیک کړی دی،د کندهار پوهنتون د استاد ښاغلی حیات الله رفیقی په خبره یو شى چی دوى یعنی امریکایان ئې باید وکړی هغه باید په افغانستان کی د یوه مستحکم مرکزی حکومت ټینګېدل وی،یو ټینگ مرکزی حکومت چی جوړ سی نور افغانان دا وړتیا لری چی خپل هیواد پخپله وساتی خو ددوى تقویه په مادی او نظامی لحاظ مهمه ده له افغانستان څخه د شوروی اتحاد د سره لښکر ځواکونو د وتلو کالیزه هر کال په روسیه کی په بېلابېلو غونډو سره لمانځل کیږی او د هغه وخت د قربانیو او بریاوو څخه یادونه کیږی،ډیری پخوانی منصبداران په دې باور دی چی افغانستان ته ئې د ځواکونو لېږل پر حق ول او له خپل ماموریت څخه دفاع هم کوی. په روسیه کی دغه ورځ تر ډیره ځایه پخوانی کمونیستان لمانځی،د روسیې د کمونیست گوند مشر گینادی زوگانف له افغانستان څخه د شوروی ځواکونو د بیرته را ایستلو د ۲۳ کالیزی په ویاړ د هغه جگړې زړو عسکرو ته په وینا کی په ۱۹۷۹ کال کی افغانستان ته د سره لښکر د سرتیرو استول ستراتیژیک وبلل او د هغه ماموریت دفاع ئې وکړه.

هغه زیاته کړه چی د نن ورځی حالاتو ته په کتلو سره خلک اوس دې نتیجې ته رسېدلی دی چی ډیر مهم او پر ځای اقدام مو کړی وو چی د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت ته مو خپل ځواکونه ور لېږلی ول،موږ په هغه هیواد کی د گډوډۍ مخه نیولې وه او خپله هغه نړیواله دنده مو چی د شوروی اتحاد جنوبی سرحدونه باید ساتل سوی وای په پوره امانت دارۍ سر سرته ورسوله. موږ باید په خپلو اتلانو وویاړو،هغه زیاته کړه چی د جگړې له قربانیانو سره باید مرسته وسی او هر هغه چاته چی په هیواد کی دننه یا دباندی د خپل وطن د دفاع له پاره درېدلی دی امتیازات ورکړل سی،پر افغانستان باندی د پخوانی شوروی اتحاد د یرغل پر مهال په سوونو زره افغانان ووژل سول، په میلیونونو له هیواد څخه کډوال سول او په لسونو زره نور لادرکه سول.

که څه هم چی د روسیې د سره پوځ پخوانی چارواکی له دغه ماموریت څخه دفاع کوی او وایی چی دا یو پر ځای کار وو. خو افغانان ئې بیا دا د دوی پر هیواد تیری بللی او د شوروی اتحاد دغه یرغل په افغانستان کی د ټولو اوسنیو ناخوالو مور بولی،په روسیه کی ډیری پخوانی خلک په دې اند دی چی افغانستان باید دوی ته هغه مصارف بیرته ورکړی چی دوی د خپل ماموریت پر مهال مصرف کړی ول. خو افغانان وایی چی دوی ته تر یو میلیون د ډیرو افغانانو پر وژلو سر بیره په میلیونونو ډالره تاوان اوښتی دئ،اوس هم ډیری هغه کورنۍ چی پر افغانستان باندی د شوری اتحاد د یرغل پر مهال ئې د کورنۍ غړی لادرکه سوې په دې تمه ناست دی چی گویا یو وخت به ئې د کورنۍ غړی بیرته ورته راسی،دغه کورنۍ چی شمېر ئې زرونو ته رسیږی له روسیې څخه د خپلو حقونو غوښتنه کوی او وایی چی روسیه ئې باید تاوان ورکړی،د شوروی پوځیانو شمېر د ١٣۵٨ او ١٣۶٨کلونو ترمنځ په افغانستان کې ١٢٠زرو ته رسېده،د دغه اثر له مخې، په دغې لس کلنه دوره کې ١۴۴۵٠شورویان وژل شوی، ۴٩٩٨٣ ټپیان او ٣٣٠ نور لا درکه شوی دی.

په افغانستان کی دشوروی اتحاد دفو ځونو د وتلو وروسته وروستنی واکمنی دشهید داکتر نجیب اله وو چی پوره دری کاله یی په مستقیلانه تو ګه دهیواد او خلګو ددښمنانو په مقابل کی په کلکه دفاع وکړه وروسته دشهید داکتر نجیب اله له لوری دملګرو ملتونو دآمنیت شورا تر نظر لاندی په افغانستان کی د یوه پراخ بنسټه حکومت دجوړیدو په هکله یو پنځه فقریزه پلان پیشنهاد وړاندی شو او غوښتل یی دافغانستان دټولو خلګو په ګډون یو بیطرفه حکومت چی ټولو غاړو ته دمنلو وړ وی په کار شروع وکړی او دافغانستان دلوړو ګټو پخا طر یی دخپلی دندی ځخه دتیریدو هو ډ وکړې،ولی متا سفانه دځینو بهرنیو کړیو په لمسون او ملا تړ په حکومت او حزب کی دننه دداکتر نجیب اله دسولی پروسه د ځینو فرصت طلبو اشخاصو له لوری مخکی تر عملی کیدو دسبو تاژ او دناکامی سره مخا مخ شوه چی هیواد یی له یوه بل درانه ناورین سره مخامخ کړی چی تر نن ور ځی پوری ادامه لرې بالا خره، دمجاهدینو په واکمنۍ کې هېواد د تنظیمی جنګونو په لومه کې ونښت. دې جنګونو د افغانانو د وژنو سطح نوره هم لوړه کړه او که کوم کور، کلی چی لا په کې روغ پاتی و، هغه یې هم خاورې کړی یوازی دکابل په ښار کی د۶۵۰۰۰ بیګناه خلګو خپل ژوند له لاسه ور کړې  د مجاهدینو دتنظیمونو په وخت کې په یو وطن کې څو پاچاهی وې،په دوه ۲۰۰۱ میلادی کال کې د ملګروملتو د پریکړی سره سم، امریکایی ځواکونو د طالبانو واکمنی پای ته ورسوله او په لسګونو زره امریکایی او د ناټو ځواکونه په هیواد کې میشت شول،بهرنیو ځواکونو په لسو کلونو کې د دې هېواد حکومتداری او د بیارغونې له چارو سره د پام وړ مرستې وکړې، خو غواړی، چې دوی هم په دوه زره څوارلسم میلادی کال کې له افغانستان ځخه ووځی،خلک او د نظر خاوندان وایی،چی افغان حکومت او امنیتی ځواکونه دې ځای ته لا نه دی رسیدلی، چې له ورپیښو ستونزو پر وړاندې ودریږی دوی وایی، چی ناټو باید دشوروی پوځونو غوندی دا هیواد یوازی پری نه ږدې، نړیوالې ټولنې مرستې وکړې، خو ورته په کار ده، چې له وتلو مخکې له طالبانو او نورو مخالفینو سره روغه وکړی او بیا لاړ شی او که داسې ونه کړی، دا وطن به یوځل بیا ویجاړ ووینیﺉ. پای رحمت اله روان

مقالات

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

You may use these HTML tags and attributes: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

Current day month ye@r *