Posted By Homayun on February 8, 2010
رحمت اله روان
دنوی عیسوی ۲۰۱۰ کال په لمړنی شپه ددوسیاسی ګوندونو دیوالی اواتحاد خبر دافغا نستان دخلق دموکراتیک ګوند (وطن ) ګوند دټولو هغو غړو لپاره کوم چی د۱۷ کالو را پدی خوا دحزب دیووالی په باب انتظار درلود یو ډیر دخوښی اوخوشحالی نه ډک پیغام او پیام و،ددی پیغام داوریدو وروسته په داخل اوخارج کی دحزب داعضئاو ترمنځ دمبارکی او خوشحالی پیغامونه دتیلفونو،بریښنالیکونو په ذریعه په ډیره چټکی تبادله شول اود ټولو په زړونو کی داهیله او امید بیا را ژوندی شو چی دیوه واحد ګوند په موجودیت کی چی دوخت تقضا او غوښتنه ده کولای شو په پره اطمنان اوبشپړ باور دافغانستان روانی کشالی ته دافغا نستان دخلګو په کمک او همکاری دپای ټکی کیښول شی اود واحد ګوند بنسټ یی په افغانستان یو نیک اقدام وباله ، په دی توګه دحزب پخوانی غړی په دی هیله او ارزو دی چی بیله کومه ځنډه به دافغانستان ټول اولس دیوه واحد دموکراتیک ګوند درلودنکی شی او ټول هغه سیاسی حزبونه اوجلا جلا ډلی چی ددموکراسی او اجتماعی عدالت پلوی دی ډیر ژر خپل پیوستون دنوموړی واحد ګونو سره اعلان کړی اونوموړی ګوند به دیوه مخکش دموکراتیک ګوند رول ولوبوی او دا ګوند به په اینده کی په افغانستان دټولو چپودموکراتیک ګوندونو په عمده بنسټ تبدیل شی.
همدارنګه دالمان دهامبورک په ښارکی دروان عیسوی دجنوری دمیاشتی ۳۰نیټه د افغانستان دخلق دموکراتیک (وطن)ګوند ځخه جلاشویو سیاسی(۱۰) ګوندونو مشرانو اوځینو مستقیلو سیاسی شخصیتونواومختلفو نهادونو ګډه غونډه چی په افغا نستان کی دیوه سیاسی واحد کوند دایجاد دلارو چارو په هکله جوړه شوی و نور هم په افغا نستان کی دیوه مشترک سیاسی ګوند هلی ځلی غښتلی او ګړندی کړی،دنوموړی غونډی دبرخوالو دویناو په مطا لعه سره یومهمه مثبته نتجه لاسته راځی چی دغونډی ټول ګډونوال په هغه باندی په اتفاق ښکاره کیدل هغه په افغانستان کی دیوه واحد دموکراتیک ګوند جوړه ولو پر ضرورت باندی ټینګار و، دغونډی دوینا والو په خبروکی په دی باب ډیری مشترکی وجه او دنظر نژدی والی ترسترګو کیږی .
په دې کې شک نشته چې تیر دیرش کلن اوږده بحران، پردیو یرغلونو او کورنیو جګړو زموږ د هیواد ټول اقتصادی بنسټونه و نړول، په دې موده کې نه یوازې دا چې زموږ هیواد له پرمختګ پاته شو بلکې شته شتمنۍ، مغزونه او آبادۍ یې د جګړو په اور کې لوخړه شوې، اته کاله وړاندې چې په افغانستان کې د بین المللی ټولنی په نوښت او مستقیمه مداخله دترهګری سره دمبارزی تر نامه لاندی د نوی نظام بنسټ کیښودل شو په ولس کې دغه هیلې را پیدا شوې چې نور به بحران پاى مومی او افغانان به ورو ورو بیرته د ژوند عادی بهیر ته را وګرځی او په خپل همت به د نړۍ له نورو ولسونو سره همګام شی. خو دا دی اته کلونه وروسته متاسفانه موږ وینو چې هغه هیلې تر سره نه شوې، پردې به اوس څه نه وایو چې ولې تر سره نه شوې، کومې غلطۍ او ستونزې وې چې په هیواد کې سوله بشپړه تامین نه شوه، جګړو دوام و موند او هیوادوال مو بیا هم د جګړو په شوم سیوری کې په بې وزلۍ، بد امنۍ او ناکرارۍ کې پر ژوند تیرولو محکوم دی.،ددی ټولو ناخوالو اوسرګردانیو یوازنی علت په هیواد کی دیوه واحد دموکراتیک ګوند نه موجودیت ګڼل کیدای شی.
باید ومنو چې زموږ په هیواد کې د نظام په وړاندې وسله وال مقاومت د یوې توطیې له مخې دپردیوله جانبه دخپلو مخکنیو متحدینو او زړوانډوالانو په کمک چی مخکی تر مخکی دافغا نستان په حکومت کی ځای په ځای شوې ول ژوندى وساتل شو او ځواکمن کړاى شو، ځکه خو اوس له اته نیمو کلونو وروسته یو ځل بیا دا اړتیا لیدل کیږی چې هم افغان دولت او هم نړیواله ټولنه افغان بحران ته د حل په یوه نوې لاره فکر وکړی چې دغه لاره دا اوس د سولې او جوړ جاړی په پروسه باندی تکیه کول دی ددی پروسی تطبیق نه یوازی دمخالفینو سره چی داوسنی نظام په وړاندی په مصلحانه مبارزه بوخت دی ضرور بلل کیداشی او نه دسولی دتامین په جهت کی کوم خاص رول لوبولی شی ترځو په افغا نستان کی دټولو سیاسی احزابوسره دمشترک تفاهم و نتجی ته نه وی رسیدلی بنا ددی بهیر دچټکتیا په منظور یوه قوی واحد دموکراتیک ګوند وایجاد ته نسبت بل هروخت ته خاص ضرورت احساس کیږې.ترځودهمدی واحد دموکرات چوکاټ په وجود کی دسولی پروسه تعقیب شی.
واقعیت دا دى چې دا زموږ د افغانستان د خ،د،ګ او وطن ګوند دپخوانیو او موجوده ټولو غړو ایمانی او وجدانی وظیفه او ضرورت دى چې دنوموړی سیاسی پروسی هلی ځلی په پره اخلاص او صداقت غښتلی کړو او پری نږدو خدا ی مه کړه بیاهم دغه لوی چانس چه دیوه واحد ګوند دجوړیدو لپاره پیل شوی دی دناکامیو سره مخامخ شی چی ددوهم ځل لپاره وهمدغی نقطی او نتجی ته رسیدل به بیا ډیر مشکل وی او وخت به موله لاسه وتلی وی او تردی اضافه مشکیلات به په دغه سیاسی جوړښت کی راته پیښ وی او بیابه څان ورځینی خلاص نه کړای شو او نه به دخپلو ځانونو لپاره په خلګو کی څای پیداکړو،لازمه ده چی دحزب ټول غړی دتیرو ترخو تجربو ځخه دعبرت په صورت کی یوه اوبل ته داخلاص غیږی په پوره صداقت خلاصی کړو تیری ټولی ناخوالی چی دپردیو له لوری دحزب پر غړو باندی په اګاهانه ویاهم په غیری اګاهانه شکل تحمیل شوی او دحزب غړی یی دیوه اوبل په مقابل کی استعمال کړل دوطن دملی ګټو په خاطر ویوه طرف ته پریږدو او دحزب دشهدانو وارمانو ته دخدمت جوګه شواودشهیدانو داولادو له سره د وژنو او جګړو شوم سیورى لرې کړو، نه باید نور دیوه اوبل په ضد دخپلو شخصی ګټو دتامین په خاطر او یا دخپل شهرت دلوړه ولو په منظور بد او رد ووایو او په مختلفو نومونویواوبل متهم کړو زموږ د بې وزلیو او بدمرغیو اصلی لامل همدغه دى، زموږ د سیاسی ګډوډیو او ناخوالو اصلی سبب همدغه دى او همدغه بی اتفاقی او بغض او کینه ده چی بعضی اشخاص یی له زړونو نه باسی او همیشه په اور باندی داوبو پرځای تیل پاشی ، تیر شوی او هیر شوی زخمونه چی دخاوری اووطن ددښمنانو په خوله را مینځ ته شوی ول له سره هره ور ځ تازه کوی ددی دغه رنګه فعالیتونو نه داچی کوم ځای نیسی بلکی د وینی دچنجیانو په څیر زموږ د ټولنې سیاسی او مدنی ارزښتونه له دننه څخه خوری او دتل لپاره یی له مینځه وړی او دښمنانو ته دتبلیغ زمینه مساعدوی ، زموږ دهیواد خلګ خصوصا ځوانان پردیو ته مجبوروی، او د خپلو معنویتونو څخه یې بی برخه او پردى کوی. اودحزب غړی ددشمنانو وجال ته په لوی لاس ور ټیله کوی،دا ډله ښاغلی چی خپل ځان ته په اصطلاح روشنفکران او دموکراسی پلوی او دافغا نستان دخلق دموکراتیک ویاهم حزب وطن غړی هم وایی دحزب ددښمنانو په پله خپل قدمونه لا اوس هم ږدی او له تیرو ترخو تجربو ځخه یی لا تر نن پوری هم عبرت نه دی اخستی دی لا نورو جرمونوته هم په اګاهانه تو ګه دحزب په داخل کی ادامه ور کوی،دا به ددوی ډیره لویه اشتباه وی چی دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند داکثریت غړو دغوښتنو مطابق چه په یوه واحد ګوند را ټولیدل او دهغه ځخه ملا تړدی خپل تلاشونه یوځای او ملګری نه ګړی،داڅکه کاروان دیوه مشترک هدف په منظور مخ په وړاندی روان دی،دی به دخپل غفلت په جه له دی کاروان حتمی شاته پا ته کیږی او دپیښو ټول مسئولیت به هم په اینده کی ددی ډلی په غاړه وی او هره ښه موقع به یی دلاسه وتلی وی.
لکه څرنګه چه لیدل کیږی له کومه وخت چی دټولو سیاسی دمو کراتیکو حزبونو دمشرانو له لوری ددی یوی میا شتی په جریان کی دیوه واحد ګوند دجوړیدو په اجندا باندی په براخه کچه خبری اوځیړنی روانی دی او هره ورځ نسبت بلی ورځی ته ښه پرمختګونه را مینځ ته کیږی او دپخوانی حزب ټول غړی ور سره علاقه ښیی او ملا تړ ورځینی اعلانوی،دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند پخوانی اونوی دښمنان دوارخطایی سره مخامخ شوی دی اوسم دستی یی ددی پروسی دناکامیدو په خا طر دخبلو انترنیتی سایتونو له طریقه اوهم دتلویزیونی خاصو پروګرامونو له لاری په ناوړو تبلغا تو لاس پوری کړی دی اودحزب دغړو تر مینځ واختلافاتو ته لمن وهی د حزبی رهبرانو،سیاسی شخصیتونواو نظامی با تجربه جنرالانو په ضد غیری واقعی اودحقیقت نه لیری تبلغاتو یی لاس پوری کړی دی،او ډیر تر وخت تیری خبری اوزړی بعضی ددشمن په خوله جوړشوی تصویری ویدیویی فلمونه پورته او کښته کوی،ښه مونږ دهغو ځخه کومه خاصه ګیله نه لرو داځکه چی دهغوی موضعګیری لا پخوا دافغانستان دخلق دمو کراتیک پر ضد روښانه او معلومه ده،ولی زمونږ افسوس په دی خبره دی چه دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند بعضو غړو چه په مختلفونومونو ځینی انترنیتی سایتونه په دی نزدو کی په دی هدف خلاص کړی دی چه حزب او خلګو ته له دی لاری خدمت وکړی متاسفانه او بدبختانه هغوی هغه مضامین اوتصویری ویډویی فلمونه دحزب دمخالفینو له سایتونو ځخه کټ مټ کاپی کوی او په خپلو سایتونوکی یی نشر کوی،په دی زمونږ غرض نشته چی ولی دا کار کوی داځکه چه هر ځوک حق لری چه خپل نظر ازاد بیان کړی اودمطبوعاتو له ازادی ځخه برخمن وی،زمونږ افسوس بیاهم پردی باندی دی چه ولی دوی خپله ابتکار له لاسه ور کړی چی دهیواد او خلګو ددشمنانو په پله باندی قدمونه ږدی اویا تلاش کوی چی نورهم په دغه ناجایزه اعمالو کی ځان ور ګډ کړی،دی په دی نامه چی په اروپا اویا امریکا کی ژوندکوی یو نوع دیکتاتوری ډوله برخورد کوی او ځان ډیر هوښیار بولی دبل ملګری او یادوست وخبرو اونصیحت ته هم غوږ نه نیسی او همیشه خپله خبره مهمه ګڼی اوتلاش کوی چی نورهم دځان په رنګ بدل کړی په اصطلاح هغه دبوش سیاست تعقیب وی چه ویل به یی که ته هرځوک یی خو که دی زما سیاست تائید کړی زما ملګری یی او که دی زما نظر تائید نه کړی ولو ته ډیرښه سړی یی ولی زما دښمن یی…………،دی اوسنی سیاسی اواپراتیفی وضعیت هم ښه نه شی ارزیابی کولای اوبیاهم دحزب په هم هغه مخکنی سیاسی تګ لاره اوتر وخت تیره ایډیالوژی باندی ټینګار کوی او دحزب دهم هغو پخوانیو رهبرانو دنامه ځخه چه اوس نشته دخپل شخصیت په نفع غلطه استفاده کوی او دحزب د موجوده اوفعاله رهبرانوپه وړاندی توطیی اودسیسی جوړه وی،ولی په دی حقیقت نه پوهیږی چه نه نور هغه پخوانی حزب شته اونه هم دهغه حزب ځلور پخوانی رهبران چی دهغو ځلورو په وړاندی هم دحزب په داخل کی اوهم دحزب ځخه دباندی دافغانستان دخلګو سره بی شماره سوالونه موجود دی،بهتره ده نورپه تیرو ناخوالو پسی ډیر ونه ګرځیږو اونه خپل وخت ضایع اوله لاسه ورکړو او په دی خپل ځان مصروف نه کړو( که چرا ګذاشته مورد نقد قرار نه ګرفت( که په دی فکر کی ووسیږو ګذاشته واینده دواړه زمونږ دلاسه وځی.او۴۵ کاله به نورهم دیوه اوبل پرضد په چټیات لیکلو اوویلو تیرشی.
که چیری رښتیا هدف داوی چی جنایت کاران دی محکمه شی ددی خبری مخالف نه زه یم اونه هم بل څوک کیدای شی ولی یوازنی شی چی زه نه په پوهیږم هغه داده چه دغه دمحکمی صلاحیت څوک لری او یا دچا سره ده چه دغه اقدام وکړی که دغه باصلاحیته مقام یا اورګان پیداشی نو تر ټولو زما په نظر په لمړی قدم کی دهغو اشخاصو محکمه با ید وشی چی دجنا یت او جنا یت کاری ډیر اوږد تاریخ لری او دا ۳۰ کاله یی دافغان ملت په وینو لاسونه سره دی او ورځ په ورځ نورهم غښتلی اوپیاوړی کیږی او دجنایت لړی یی دنسلونو دورکیدو تر کچی رسیدلی ده؟ داځه علت دی چی دهغوی پا باب چپه خوله ناست یاست اودهغوی په باب ستاسی په اترنیتی سایتونوکی یوه ډیره وړه لیکنه هم نه تر سترګو کیږی؟ فقط دخپلو نزدو ملګرو په باب هغه چټیات لیکی کوم چه دشمنان یی ستاسی په خوله در کوی اول یی هغوی نشر وی بیایی تاسی دځان په نفع کاپی کوی؟
دافغانستان د خلق دموکراتیک یا وطن ګوند ټول غړی په ټولیزه توګه باید اوسنی وضعیت او روانو بدمرغیو ته له همدې سترګیو و ګوری، سره له دې چې په تیرو ۱۷ کلونو کې ددې بدمرغیو څپې د دیوه قوی اومضبط واحد دموکرات ګوند دنه درلودلو په صورت کی ددرنو جګړو اوبی دفاع خلګو دمرګ اوژوبلو باعث وګرځیدی جنګ او جګړی د هیواد جنوب، لویدیز او ختیځ ولایتونو کې وې، خو و مولیدل چې دغه بدمرغه څپې اوس په ټول هیواد کی او دهیواد زړه کابل ته را ورسیدې او باور مو دى چې که خداى مه کړه را قابو نکړاى شی افغانستان به په ډیر ناوړه بحران بدل شی او بالاخره به دخپل وران شوی کور لاره هم پیدا نه کړو،دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند غړی تر نورو ټولو دکار کولو ښه تجربی لری او دا راته معلومه ده چه که نن وی اویا سبا دا نړیواله ټولنه به حتمی اوضروری له افغا نستان وځی او افغانستان به افغانانو ته باتی کیږی،او دافغانستان دخلګو دامید سترګی وطن ته دخدمت په خاطر ومترقی او دموکراسی طلبه شخصیتونوته دی،په همدی خاطر لازمه ده چی که څوک په رښتیا غواړی چی افغانستان ته خدمت وکړی اویا خپل ځان افغان بولی باید په خپل مینخ کی ویوی مثبتی نتجی ته ورسیږی او دا نتجه دیوه واحد دموکراتیک ګوند ځخه ددفاع او ملا تړ ځخه په لاس راتلای شی اوبس، اوس چې د سیاسی احزابو په توافق د جوړ جاړی کومه پروسه دیوه واحد دموکرات ګوند دجوریدو په خاطر پیل شوې ده د هر افغان دینی او ملی مسوولیت دی چی دا موخه بیلاری کیدو ته پرې نږدی، دا زموږ د ولس غوښتنه او د راتلونکې مساله ده. زموږ ټولو برخلیک ور پورې تړلی دی، نه باید چاته اجازه ور کړو چې زموږ هیواد او ولس برخه لیک په بدمرغیواوناکامیو کې ښکیل پاتې کړی.
د افغانستان پر ټولو سیاسی او پر مسایلو باخبرو لوریو غږ کوو چې په دې مساله کې باید بې توپیره او بی تفاوته پاتې نشی، خپل رغند وړاندیزونه، غوره مشورې او طرحې باید له اړوندو چارواکیو سره شریکې کړی، که خداى وکړی چې دغی لاری دا موجوده بل شوی اورچه افغان ولس په کی هره ورځ سوځل کیږی ډیر ژر مړ شی زموږ ولس به له یوه ستره ا ودردناکه عذابه وژغورل شی.
په افغانستان کی ودائیمی سولی اوامن ته درسیدولاری ته ویوه واحد دموکرات ګوند ته نسبت هروخت ته اوس ضرورت دی په دی لاره کی دټول افغان ولس ملاتړ ته ضرورت دی،دا دیوه شخص اویا یوی ډلی شخصی غوښتنه نه ده بلکی دټول افغان ولس ضرورت اوغوښتنه ده،باید ورځینی ملاتړ وکړو،پای رحمت اله روان
Categories: Uncategorized
Tags:
Comments
Leave a Reply